فرهنګ

د حشمت خان کول د ويجاړيدو د مخنيوي په مقصد په اقتصاد وزارت کې غونډه جوړه شوه

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١١
د حشمت خان کول د بيا احيا کولو د موظفې کميټې په غونډه کې پريکړه وشوه چې د دغه کول د ساتنې او څارنې په مقصد يو دفتر جوړ شي.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: په دې غونډه کې چې د اقتصاد د وزير عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ جوړه شوه؛ وپتيل شوه چې يو تخنيکي هيئت دې د حشمت خان کول ساحه له علمي او فني پلوه وڅيړي او د ساتنې او د زياتې ويجاړتيا د مخنيوي په مقصد دې خپل نظر وړاندې کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين پوهنمل نبي فراهي وايي: امنيتي ارګانونو ته دنده سپارل شوې ده چې د ساحې امنيت تامين کړي چې د ويجاړيدو او غصبولو مخه ونيول شي او يو تخنيکي هيئت دې ساحه ديوال کړي او د حشمت خان کول په ادارې پورې اړوند دفتر دې جوړ شي.
د اقتصاد وزير د حشمت خان کول په ارزښت چې يوه طبيعي ساحه او د کال په ځانګړى فصل کې د الوتوونکو د ژوند ساحه ده؛ ټينګار وکړ او ساتنه يې د کابل د ژوندانه د چاپيريال ساتنې پورې اړوند وباله، ځکه د حشمت خان کول د کابل د ښکلى او پاک حقيقت نښه نښانه وبلله چې بايد وساتل شي.
په دې غونډه کې د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د ادارې رييس مصطفى ظاهر او د کرنې او اوبو لګولو، ملي دفاع، د کورنيو چارو او د ښار جوړولو د وزارتونو او د کابل ښاروالۍ استازو ګډون کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته