امنیت

په فراه کې ٣٧ تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د غبرګولې ٢٥مه :
٣٧ تنه وسله وال طالبان په تيرو دوو ورځو کې دفراه ولايت په يوشمير  ولسواليو کې له پوځيانو سره په بېلابېلو نښتو کې ووژل شول.
دفراه دامنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب باختراژانس ته وويل چې  ٣٧  تنه وسله وال  طالبان په تيرو دوو ورځو کې دفراه ولايت دمرکز په پرچمن ، بالابلوک ،  پشت کوه ، په  ولسواليو اود ( رج ) په کلي کې  ووژل شول او څه ناڅه څلويښت تنه نور طالبان ټپيان شول .
ده وويل چې په دغو جګړو کې نهه تنه پوځيان  شهيدان او نهه تنه نور ټپيان شوي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته