امنیت

داوني سيدان دهلکانو ليسې ته نوې ودانۍ جوړيږي

کابلباختردسنبلي٣٠
دلوګر ولايت په پل علم ښار پورې اړوند د اوني سيدان دهلکانو د ليسې د نوې ودانۍ د جوړولو کار پيل شو .
دلوګر ولايت دپوهنې درياست ويندوى  شاهپور عرب باخترآژانس ته وويل  :
د اوني سيدان  د ليسې ودانۍ دپوهني دکيفيت دلوړولودپروګرام له لارې دنهه نوي زرو امريکايي ډالرو په لګښت د پوهنې دکيفيت  د لوړولو دپروګرام له لارې په يوه پوړ کې جوړيږي چې لس خو ني به ولري .
دعرب دڅرګندونو له مخې :  ددغې ودانۍ په جوړيدو سره د څه دپاسه زرو تنو
زده کوونکو د درسي ټولګيو د کمښت ستونزه به لري شي  .
د ده دڅرګندونو له مخې : ددغى ليسې ځمکه دسيمې خلکو مرسته کړې ده .
ددغې ودانۍ د بنسټ د ډبرې دايښودلو په مراسمو کې دلوګر ولايت دپوهنې درياست تدريسې مرستيال اودسيمې خلکو ګډون کړى  و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته