ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا :

کابل باختر د غبرګولي اووه ويشتمه :
دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا :
دبورسونو دويش دعالي کميسيون له پريکړې  سره سم يوځل بيا هم دتاجکستان جمهوريت دليسانس ددورې دتحصيلي بورسونو هغو مينه والو ته چې دغه شرايط ومني خبرورکول کيږي چې نن دروان کال دغبرګولي دمياشتې ٢٧ دنوم ليکنې وروستۍ  ورځ وه، او داوطلبان دنوم ليکنې او دسندونو دبشپړولو په مقصد دلوړو زده کړو وزارت ته مراجعه کولاي شي .
  په هغه صورت کې چې ددغو بورسونو  کانديدان زيات شي دښوونځي  ددرې کلنو نمرو دفيصدي په پام کې نيولوسره به انتخاب شي او له اړوندې تحصيلي  څانګې او پوهنتون سره دکانديدانو له موافقې  وروسته دوى نشي کولاي بلې څانګې ته دخپلې تبديلي غوښتنه وکړي .
  _ دبورس کانديدان دې بايد تاجکستان ته له رسيدو وروسته خپل تحصيلي سندونه دتاجکستان دپوهنې او علم  په وزارت پورې په اړونده اداره کې معادل کړي .
– دسندونو معادل  کول نږدې  ٢٠٠  امريکايي ډالره لګښت غواړي چې بايد په خپله محصل يې ورکړ ي.
–    دبورس کانديدان تاجکستان ته له رسيدو سره جوخت مکلف دي چې  د٧٢ ساعتونو په دننه کې دې خپله ويزه دپوليسو په اداره کې راجستر کړي.
–  _ دويزې په راجستر کولو نږدې پنځوس امريکايي ډالره لګيږي  چې بايد په خپله  محصل يې ورکړي .
–   _ تاجګستان  ته له رسيدو او په پوهنتونونوکې  له شموليت وروسته محصل بايد دخپلې ويزې په تمديدولو اقدام وکړي، دشپږ مياشتنۍ  اويا ديو کلنې ويزې تمديد نږدې ١٣٠ امريکايي ډالره لګښت غواړي چې بايد په خپله محصل يې ورکړي .
–  _ پوهنتونونه له معمول  سره سم دليليې  له خونو څخه په يوه مياشت کې له محصل څخه ناڅيزې پيسې نږدې لس امريکايي ډالره اخلي .
–  _ دخوړو لګښتونه په خپله دمحصل  په غاړه  دي .
–   _ دتاجکستان بورس ( بشپړ  بورس ) نه دى دپوهنتون يواځې کلنۍ  فيس معاف دى او په سلوکې نږدې ٩٠ لګښتونه دمحصل په غاړه دي
–  دغه بورسونه  په دغو څانګو کې دي او مينه وال  کولاي شي دخپل نظر وړ تحصيلي څانګه انتخاب کړي .
دابن سينا  په نامه دتاجکستان طبي دولتي پوهنتون   پنځه بورسونه
–  دمعالجوي طب څانګه درې بورسونه
–  دعامې روغتيا دساتنې څانګه دوه بورسونه
–  دعاصمي اکاډميک په نامه تخنيکي پوهنتون  درې بورسونه
–  داوسپنې  دپټلۍ او دلارو داتحاديي ساختماني څانګه درې بورسونه
–  دصدرالدين  عيني په نامه دتاجکستان  دروزنې  دولتي پوهنتون شپږ بورسونه .
–  ددولتونو ترمنځ داړيکو څانګه دوه بورسونه .
–   دروسي ژبې  او ادبياتو څانګه دوه بورسونه.
–   دجغرافيې  څانګه دوه بورسونه .
–  شيرين شاه -شاه تيمور په نامه دکرنې پوهنتون پنځه بورسونه .
–  دکرنيزو محصولاتو دساتنې او کړنو دبهيرونو دتخنيکي تامين څانګه يو بورس .
–  دکرنې دژوندانه دچاپيريال ساتنې څانګه يو بورس .
–   دبڼونو او تفريح  ځايونو دجوړولو څانګه يو بورس .
–   دحيواناتو  دروزنې څانګه (زوانجنيرۍ)   يو بورس .
–   دبزګرۍ داتحاديې  دجوړولو دتامين  څانګه  يوبورس .
–   دناصر خسرو په نامه دقرغان تيپې  دولتي پوهنتون پنځه بورسونه .
–  دمعلوماتي تکنالوژۍ  دنظام څانګه (په کړنو او دمعلوماتو په وړاندې کولو) کې   دوه بورسونه .
–   دکيميا _بيولوژي څانګه دوه بورسونه .
–  دابو عبدالله رودکي  په نامه دکولاب دولتي پوهنتون دوه بورسونه.
–   دبانکي فعاليت څانګه دوه بورسونه .
–  دپيداکوژۍ  او دلومړني تعليم دميتود څانګه دوه بورسونه .
–  دورځپانه ليکنې څانګه يوبورس .
– ددنغره دولتي پوهنتون  پنځه بورسونه
– دمعلوماتي تکنالوژۍ څانګه يو بورس .
-دجيولوژي او دتيلو او ګاز دکانونو دپلټنې او انکشاف څانګه يوبورس.
–  دخوړو داومو موادو دساتنې او کارولو دتکنالوژۍ څانګه يوبورس.
–  دبهرني ژبې انګليسي ژبې څانګه يو بورس .
  داګرونامۍ څانګه يو بورس .
_  دعفوراوف  په نامه دخنجد  دولتي پوهنتون  شپږ بورسونه .
_ دجغرافيې  ديموګرافۍ څانګه دوه بورسونه .
  _ دکرکيلې دايکالوژۍ  څانګه دوه بورسونه .
  _ دحجند ښار دعاصمي په نامه دتاجکستان  دپولي تخنيک  پوهنتون پنځه بورسونه .
_ دمعمارۍ څانګه يو بورس .
_ په اداروکې داقتصاديانو اومنجمنت  دوه بورسونه .
_ داطلاعاتي تکنالوژۍ دبرنامنوي تامينولو څانګه دوه بورسونه.
_ دنظر شاه اوف  په نامه دخاروغ دولتي پوهنتون پنځه بورسونه .
  _ دروسي ژبې  او ادبياتو څانګه يو بورس .
دفزيک  څانګه يوبورس .
دبهرني ژبې څانګه الماني ژبه يو بورس .
دکيميا څانګه يوبورس .
دهايدرو تخنيکي تاسيساتو دجوړولو څانګه يو بورس .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته