امنیت

د هېواد په ختيځ کې د داعش د ډلې د دريو تنو غړو وژل کېدل

کابل باختر د ثور اوومه :
د داعش د ډلې درې تنه غړي  د هېواد په ختيځ کې د هوايي بريد له امله ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تېره شپه د ناټو د بې پيلوټه الوتکې له خوا د کونړ ولايت د شيګل ولسوالۍ په موفي کلي کې د دوى په پټنځي  کې بريد وشو .
د کونړ ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند فريد الله دهقان باختراژانس  ته وويل چې، په دې هوايي بريد کې د داعش د ډلې درې تنه غړي  وووژل شول .
  ده وويل چې، داعشيان په خپل پټنځي کې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو چې ،بريد پرې وشو .
سرچينه زياتوي چې، په ترسره شوي بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته