خبرونهامنیت

له ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه ۱۲۰ سرتېري له پوځی زده کړو وروسته فارغ شول

کابل، د لېندۍ ۱۶مه، باختر
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو درېیمې لواء څخه ۱۲۰ سرتېري د پوځي او نظامي زده کړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د دغو تازه فارغانو د فراغت مراسم د درېیمې لواء قوماندان، مسؤلینو او نورو مجاهدینو په ګډون ترسره شول چې په کې مسوولینو په خپلو خبرو کې فارغانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ هغوی ته سپارښتنه وکړه چې د احکامو اطاعت ترڅنګ خلکو او اسلامي نظام ته ښه خدمت وکړي.
دغه منسوبین به په اړونده قطعه کې د لومړني کورس له پای ته رسېدو وروسته د قول اردو په ښوونیزو مرکزونو کې خپلو پوځي او مسلکي زده کړو ته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته