امنیت

دننګرهار ولايت دملي امنيت رييس : نازيان دداعشيانو په ګورستان بدلوو .

کابل باختردلړم شلمه : دننګرهار ولايت په نازيانو کې د ډار اچونې ضد پراخو پوځي عملياتو له پيل څخه يوه ورځ وروسته پوځي مقامات وايي چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دغه ولسوالۍ دداعشيانو له شتون څخه پاکوي . دغه عمليات دملي اردو ، ملي پوليسو او دملي امنيت دسلګونو تنو پوځيانو په ګډون دهوايي پوځ په ملاتړ پرون پيل شول . دننګرهار ولايت دملي امنيت رييس وايي چې نازيان به په ډير لنډ ممکن وخت کې دداعشيانو په ګورستان بدل کړي جنرال نظر علي واحدي باختراژانس ته وويل چې پوځيانو له څو استقامتونو څخه په نازيانو کې دداعشيانو په مرکزونو بريدونه کړي دي او په ډير لنډ ممکن وخت کې به دغه ولسوالۍ دډار اچوونکو له شتون څخه پاکه شي . دنازيانو ولسوالۍ دديورنډ کرښې ته څيرمه موقعيت لري هغه ولسوالۍ چې دمقاماتو دڅرګندونوله مخې په هغې کې جګړه ماران په پاکستان کې ديولړ کړيو په ملاتړ سمباليږي . تراوسه پورې دداعش په ډلې پورې اړوند په لسګونو تنه بهرني ډار اچونکي له يوشمير کورنيو سره يې دپوځيانوله خوا دنازيانو په ولسوالۍ کې نيول شوي دي له بلې خوا هم ددغو عملياتو په بهير کې چې پرون پيل شول دوه ويشت تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي . دهېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وايي چې پوځيان ددغو عملياتو له پيل څخه ديوې ورځې په تيريدوسره په دې بريالي شوي دي چې څوکلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک کړي دغه عمليات دغه راز دنازيانو ولسوالۍ په ځينوسيموکې دوام لري . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته