کابل باختر د چنګاښ داوومه :
دسرحدي پوليسو يو افسر پرون دهرات ولايت په پايان اب سيمه کې ترور شو .
دغه سړى چې څلويښت کلن و دناپيژاندو کسانو له خوا په ډزو سره وژل شوى دى .
دهرات دمرکزي روغتون اداري مدير او وياند محمد رفيق شيرزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه سړي مړى پرون روغتون ته ليږدول شوى دى .
شيرزي وويل چې دغه سړى په دريو ډزو سره وژل شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ