سیاست

تبصره

کابل- باختر د کب دويمه :
  دکب دمياشتې دريمې دافغانستان په معاصر تاريخ کې دملت له حماسي او اتلوالي سره  پيوند خوړلي دي چې په تشو لاسونو  خو دايمان په قوت سره په بصيرت او ميړانې  سره او دملي او ديني مسووليت په احساس سره زموږ ميړني خلک دسره پوځ دتيري کوونکو په وړاندې راپاڅيدل او په خپل يوينې سره يې دهيواد د عزت او خپلواکي  دفاع وکړه .
دباختراژانس  مبصر ليکې د ١٣٥٨ کال دکب دمياشتې  په دريمه شپه دکابل ښار ميړنيو خلکو د الله اکبر په ناروسره دوخت  دشوروي دسره پوځ دتيري او دهغوى دکوډاگي  رژيم پرخلاف خپله ژوره کرکه او نفرت څرګند کړ او سهار وختي په زرګونو ښځې او نارينه ، ځوانان او تنکي ځوانان دپايتخت خيابانونوته راووتل او ديرغلګرو او دهغوى دګوډاگيانو پرخلاف يې په لاريون لاس پوري کړ او په خپلې  وينې سره  يې دکابل ښار واټونه سره کړل او له هغې ورځې څخه تراوسه پوري درې ديرش کاله تيريږي  خو ددغو اتلانو او وياړ ګټوونکو خاطرې به دتل لپاره دهيواد او دنسلونو په زرينه حافظه کې پاتي شي .
  کابليانو په دې حرکت سره وښودله چې درژيم دناخوالو او په خپل هيواد دبربڼد تيرۍ  په وړاندې  ولاړ دي او په خپلې وينې سره دخپلو ديني او هيوادنيو  ارزښتونو خپلواکي او عزت دفاع کوي .
دسره پوځ تيري چې له زندي کولو او له وحشت  او ډا رسره يوځاى و ، ونه کړاى شول دداسې ملت اراده وځپي  چې دازادي ، خپلواکۍ او دملي نواميسو دفاع ته تيار دي .
هره پوله ماته کړي او هيڅ زبرځواک ته تسليم نه شي اوهيڅ راز معاملې ته غاړه کښينيږدي .
  واکمن طاغوتي سيستم په پوره دښمني سره دپاڅون کوونکو پرخلاف غبرګون وښوده  او په زرګونوتنه کابل ښاريان  يا په مظلومانه ډول شهيدان شول او يا داچې خپل ځاى يې په جيلونوکې وليدل .
  کابليانو پاڅون وکړ چې دتيري کوونکو په وړاندې  وګړني اتلان لاپسې پوخ شي دذلت بدمرغي او استعمار ، تومار زموږ دخلکو په برخليک واکمن نه شي له بلې خوا کابل ښاريانو په خپل پاڅون سره نړيوال هغو جنايتونو ته لازيات ځير کړل چې دواکمن رژيم او دسره پوځ له خوا زموږ په خلکو باندې عملي کېدل .
دکب دمياشتې  ددريمې نيټې پاڅون  په هغه وخت کې دواکمنانوزور زياتي په ډاګه کړل او دکابل درژيم او دهغوى دملاتړوپه سياسي اتوريته چې په افغانستان باندې تيرۍ  يې انترناسونالستي مرسته بللې وه کاري ګوزار وکړ .
دغه راز دغه پاڅون يا په هيواد کې دمقاومت دمرکزونو دجوړولو لپاره پيل شو اويا داچې دغه شان مرکزونه ته يې زيات قوت او ځواکمني وروبخښله .
دکب دمياشتې دريمه دافغانستان په تاريخ کې دوياړلې ورځې په توګه ثبت شوه او دهغو راتلونکو نسلونو لپاره يو الهام دى چې پلرونه اونيکونه يې څه ډول دبهرنيو تيري کوونکو په وړاندې  ودريدل او څه ډول  يې دخپل حريم او ارزښتونو دفاع وکړه .
دکب دريمه کولي شو دملت يو بشپړ تعريف وبالو په دې ورځ کابل ښاريان دخپلو قومي اومذهبي تعلقاتو په پام کې نيولو پرته يواځي دمسلمان او افغان په نامه ديوبل تر څنګ ودريدل او له يو واحد دريځ څخه يې سرپورته کړ او ويښودله چې دقومپالنې او دمادي ګټو دساتنې  په لټه کې نه دي بلکې په ژوره او هراړخيزه توګه او دهيواد دژغورنې لپاره فکر کوي چې بايد دکب دمياشتې ددريمې نيټې دپاڅون  کوونکو له تجربو ، سرښندنواو لوړو هدفونو څخه دعبرت درس واخلو او هغه دراتلونکې لپاره لارښود وبلو .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته