کابل باخترد لړم دمياشتې١۹نيټه :
درې تنه پولیسان تېره شپه په بدخشان ولایت کې له وسله والوطالبانو سره په نښته کې شهیدان شول .
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني باختر اژانس ته وویل چې وسله والوطالبانو د شپې د لسو بجو په شاو خوا د فیض آباد ښار د څلورمې ناحیې د شپږمې امنیتي حوزې په چپه امنیتي پوستې برید وکړ چې له امله يې درې تنه پولیسان شهیدان او درې تنه نوریې ټپیان شول .
ده زیاته کړه چې په دې جګړه کې یو وسله وال طالب ووژل شو او یو شمېر نوریې ټپیان شول.
ختم/ ع