سیاست

تبصره:

١٠-کابل باختر د تلې ٦
  له نن ورځې څخه شپاړس کاله مخکې طالبانو په کابل کې له واکمن کيدو سره جوخت حکومتي واکمني دړې وړې کړه چې له هيڅ معيار سره يې سمونه نه درلود، بلکې په يوه خاص اومشخص تعبير خپله يې ګټه ترلاسه کوله .
  دباختر اژانس مبصر ليکي: طالبانو له نن ورځې څخه شپاړس کاله مخکې  يعنې د ١٣٧٥ کال دتلې په شپږمه  دکابل له ختيځې  دروازې  څخه دهيواد پايتخت ته لاره پيداکړه او دخپل حکومت واکمني يې پراخه کړه چې د دوى په فکر شرعي و، خو په حقيقت کې له هيڅ معيار او اصولو سره برابر نه و .
دطالبانو دغورځنګ په نامه حرکت دقندهار له سپين بولدک څخه، دعدالت دتامينولو، دقانون د واکمنى، امنيت اوپه پاى کې دشريعت د     انفاذ  په نامه پيل شو .
  دغه شعار دهغوخلکو ترمنځ  چې له جګړې څخه اوپه ځينو مواردوکې هم دسيمه ييزو قوماندانانو له زور زياتې څخه ستړې شوي وو،  خپل جذابيت  پيداکړ .
  له بلې خوا ديوې ډلې تبليغاتو نه يواځې ديو شمير اسلامي  هيوادونو په پايتختونوکې، بلکې ديو شمير لويديځو هيوادونو په پايتختونوکې  دطالبانو د ډلې توان او حرکت  چې له مرموزو او ناپيژندل شويو څيرو  څخه جوړ شوى و، قوت ورکړ .
دوى په ډير لنډ زماني  وخت کې دهيواد ستر ښارونه قندهار، هرات او نور له کومې نښتې اوجګړې پرته ونيول، خو وروسته وروسته معلومه شوه چې دوى له وسيلې پرته بل څه نه دي او ددويحرکت زيات تره د نورو او په تيره بيا دپاکستان دګټو په خاطر دى .
  لکه څنګه چې دپاکستان مقتولې صدراعظمې بې نظير بوتو، هغې ميرمنې چې طالبان دهغې د واکمنى په دوران کې پيداشول او وده يې وکړه، په صراحت سره اعلام وکړ چې کوم کسان ددغې  ډلې د جوړولو پروګرام طرحه کوي؟ کوم کسان هغوى تمويلوي او څوک يې اداره کوي؟
دکابل دروازو ته ددغې ډلې نږدې کېدو دهغوى څيرې لاپسې رسوا اوبربنډې کړې، خو دبهرنيو استخباراتو امکاناتو  دغه قوت هغوى ته ور وباخښه  چې هغوى کابل ته ننوځي او داسې حکومت يې جوړکړ چې پنځه کاله يې دوام وکړ او د منځنيو پيړيو دپيښو يو نوى فصل يې نندارې ته وړاندې کړ .
دوى په لومړۍ ګام کې دټولو نړيوالو قوانينو پرخلاف په کابل کې  دملګروملتو دسازمان په نمايندګى په بريد سره دافغانستان پخواني جمهور رييس ډاکترنجيب الله وواژه، دښوونځيو او دولتي ادارو دروازې يې دنجونواو ښځو پرمخ وتړلې، دښوونځيو تعليمي نصاب  يې دخپلو  سليقو قرباني کړ، دخلکو فردي او ګروهي ازادي  يې سلب کړه، دخلکو په ژوندانه يې بنديزونه ولګول ان دخلکو په شخصي حريم  لاسوهنه يې خپل حق وباله او افغانستان يې په يو جيل بدل کړ
ددغې ډلې حکومت  په نړۍ کې  د ډيرې تجريدي سياسي دستګاه په توګه وپيژندل شو، سياسي اړيکې يې يواځې له دوه درې هيوادونو سره وې. طالبانو په افغانستان کې په خپل پنځه کلن  سياسي  شتون کې دغه هيواد د القاعده له افرادو څخه  نيولې،  دپاکستان  تر تروريستي  او استخباراتي  سازمانونو او دمنځني  اسيا تر جګړه مارانو پورې څو مليتي تروريستانو ته په خوندي کور بدل کړ او دګاوندي هيواد دپوځيانو په مستقيم  شتون او وجودکې دخپلې جغرافيايي ساحې دپراختيا په لټه کې شول او د ډير زندي کوونکى حکومت څرنګوالې  يې تمثيل کړ.
طالبان  په کابل د خپلې واکمنى له ټينګښت سره جوخت خواړه واړه شول او راوپرځيدل او په پاى کې يې په وروستيو انکشافاتوکې ديوې وسيلې په توګه په هويت سره خپل ژوندانه ته دوام ورکړ،ځکه هغوى له پيل څخه ترپايه پورې ونه کړاى شول چې خپلواک  واوسي او په مستقل ډول  تصميم ونيسي .
  طالبانو په دې موده کې ونه کړاى شول، ثابته کړي چې افغاني تصميم نيسي او د افغانانو دګټو لپاره کار کوي.
طالبانو کله چې له سپين بولدک څخه خپل حرکت پيل کړ او دکابل دروازو ته ورسيدل، مفاهمه او خبرې يې ردې کړې .
کله چې په کابل واکمن شول او بيرته خواړه واړه شول، دالقاعده سره متحد شول او په خپل  لومړۍ دريځ لجوج اوسرتمبه  پاتې شول .
برخلاف د افغانانو دوينې په تويولو، ترور ، چاودنې  او ځان وژنې چې يوه صادره شوې پديده ده، ډډه لګولې ده .
  که چېرې داسې نه ده، ولې هغوى دملت غږ ته  چې څه دپاسه  ديرش کاله  يې ټولې ډول ډول بهرني لاسوهنې او تيرۍ تجربه کړي دي، ځواب نه ورکوي؟ ولې هغوى دافغانستان د دولت سوله ييز غږ ته  چې دقادر اوجبار خداى(ج) امر دى، ځواب نه وايي؟ ولې هغوى هره ورځ په چاودنې او ځان وژنې  لاس پورې کوي؟ ماشومان، ښځې او بوډاګان وژنې او په لسګونو نور ناروا کارونه چې طالبان هغو ته په ځواب ورکولو کې عاجز دي .
دغه ډله که چيرې ځان د افغاني ټولنې يوه برخه بولي او ددغه ملت د سوکالى او ثبات لپاره فکر کوي،  بايد له دې زيات له جګړې څخه لاس واخلي او نور دخپلو هيوادوالو وژل چې ددې ملت د دښمنانو له خوشحالى پرته بله نتيجه نه لري، بندکړي او ديو پياوړې او پرتمين افغانستان  دجوړولو په لور ګام واخلي او له بې وزلى او  ذلت سره مخه ښه وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته