کابل/ د کب لومړۍ/ باختر
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مسوولین وايي چې د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د داعش د امربالمعروف د مسوول په ګډون څلور داعشیان وژل شوي دي.
د سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي باختر آژانس ته وویل چې هوايي ځواکونو پرون ناوخته د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې پر داعشیان برید کړی دی.
سرچینه زیاتوي چې په برید کې د امربالمعروف د مسوول په ګډون څلور داعشیان وژل شوي دي.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ