کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر
دوه وسله وال طالبان په لغمان کې د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول.
دغو طالبانو تېره شپه غوښتل د الینګار ولسوالۍ په لویه لاره کې ماینونه ښخ کړي چې ماین وچاودېد او دواړه یې ووژل.
د لغمان د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه پېښه تایید کړې ده.
په خبرپاڼه کې وژل شوي کسان د وسله والو طالبانو غړي بلل شوي دي. خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ سعیده
4 د یوې دقیقې څخه لږ