ټولنه

په سمنګانو کې د “ملي دسترخوان” پروګرام د خوراکي توکو په وېش پیل شو

۳۲- کابل / د لیندۍ ۱۹ مه / باختر
په سمنګانو کې نن د اړو کورنیو لپاره د ملي دسترخوان پروګرام د خوراکي توکو د انډیو په وېش پیل شو.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ دغه پروګرام د ۱۲۲ میلیونو۳۰۰ افغانیو په لګښت د خوراکي توکو د انډیو په وېش سره د حضرت سلطان ولسوالۍ په شیخانو کلي کې پیل شو.
د سمنګانو د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا رییس وویل چې د دغه پروګرام لګښت نړیوال بانک ورکړی دی او ټاکل شوې ده په دغه پروګرام کې چې په حضرت سلطان، خرم سارباغ او روی دوآب ولسوالیو کې تطبیقږي، د ۱۸۳ کلیو پر ۳۲ زرو ۵۵۰ کورنیو خوراکي توکي ووېشل شي.
د سمنګانو والي داوود کلکاني وايي چې په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې، لوبیا او صابون شامل دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته