امنیتTOP

افغانستان ته نوي جنګي هليکوپټرونو راورسېدل

کابل / د چنګاښ ۲۵مه / باختر
امريکا له افغانستان سره د اوو جنګي هليکوپټرونو مرسته وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان په خپلې فېسبوک پاټه کې ليکلي دي چې دغه هليکوپټرونه پرون کابل ته ولېږدول شول.
امان زياته کړې ده چې دغه هليکوپټرونه ټاکل شوې ده په ځانګړو مراسمو کې په رسمي ډول ملي دفاع وزارت ته وسپارل شي.
امريکا ژمنه کړې ده چې د افغانستان له اردو سره د ۴۵ جنګي هليکوپټرونو او ٧ پرمختللو جنګي الوتکو مرسته کوي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته