خبرونهنړۍ

پوتین دا ځل د یو خپلواک نوماند په توګه سیالۍ ته راځي

نړۍ, د لېندۍ۲۵ مه, بهرنۍ رسنۍ
دروسیې دولتي خبري اژانس ار ای اې نن شنبې کرېملېن ماڼۍ سره په اړیکو کې نږدې د دوه سناتورانو له قوله خبر ورکړی، چې ولسمشر پوتین د ٢٠٢٤ زیږدیز کال ټاکنو کې د یو خپلواک او له ولسي ملاتړ څخه د برخمن نوماند په توګه ټاکنو ته درېږي.
سرچینو یاد خبري اژانس ته زیاته کړې، چې پوتین که څه هم د واکمن متحدې روسیې ملاتړ له ځان سره لري؛ خو نوموړي دغه پرېکړه په ولس کې د پراخ محبوبیت له امله کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې ویلادیمیر پوتین اوس مهال د روسیې دولتي رسنیو او عامو روسانو پراخ ملاتړ له ځانه سره لري او داسې انګېرل کیږي، چې راتلونکو ټاکنو کې د شپږو کلونو لپاره یو ځل بیا روسیه او نوره نړۍ کې د مسکو اهداف مدیریت کړي.
٧١ کلن پوتین له تېرو دوه لسیزو د ولسمشر او لومړي وزیر په توګه د کرېملېن واګې له ځان سره لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته