امنیت

په هلمند کې دپنځو تنو پاکستاني طالبانو وژل کيدل.

کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ٨
پنځه تنه پاکستاني طالبان په هلمند ولايت کې په نويو نښتو کې ووژل شول
په دغو طالبانو تيره شپه دهلمند ولايت دمرکز لښکرګاه ښار بازار ته څيرمه هغه وخت بريد وشو چې ځان يې د ډار اچوونکي بريد دترسره کولو لپاره چمتو کاوه.
دافغانستان په جنوب کې دملي اردو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې پنځه تنه پاکستاني طالبان ووژل شول.
ده وويل په دغو طالبانو دلښکرګاه ښارته څيرمه کله چې يو لړ ډار اچوونکو بريدونو ته چمتو کيدل . بريدوشو.
ويل کيږي چې په دې جګړه کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په هلمند ولايت کې ديوې چاودنې مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورينو نن سهار دهلمند ولايت مرکز لښکرګاه ته په غځيدلې لاره کې يو ماين کشف او شنډ کړ.
دهلمند ولايت دپوليسو يو مقام وايي چې طالبانو ددغه ماين په ښخولو سره غوښتل چې ملکي وګړوته مرګانۍ پيښه رامنځته کړي خو بريالي نشول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته