مهترلام باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٨ :
په لغمان کې له ١٥٥ بيځايه شويو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه .
دلغمان دوالي وياند سرحدي ځواک دباختراژانس خبريال ته وويل چې د
(اى آرسي) موسسې له خوا له هغو کورنيو سره چې په الينګار ولسوالۍ کې د جګړو له امله بيځايه شوې وې، نغدي مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته اتلس زره افغانۍ ورکړاى شوې.
ددغې مرستې دويش په بهيرکې دلغمان والي عبدالجبارنعيمي ، محمدکاظم حقپال او دولايتي شورا غړي حاضر وو.
1 د یوې دقیقې څخه لږ