ورزش

دواليبال د ډيرو غوره لوبغاړو دټاکنې په خاطر دواليبال سيالۍ .

 

کابل باختر د وري  ديرشمه :

 دافغانستان دواليبال داتلوالۍ  دسياليو په دوام دواليبال  په هغو سياليو کې چې نن ترسره شوې دلغمان ، د ننګرهار دخراسان او  دکابل دجهان سپورت ټيمونه په خپلو سيالانو بريالي شول .

 دباختراژانس  دخبر له مخې، په لومړى لوبه کې دننګرهار دخراسان ټيم دصفر په مقابل  کې په دريو سره دتخار ټيم ته ماتې ورکړه .

 دلغمان ولايت دواليبال ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره دجوزجان ټيم ته ماتې ورکړه اودکابل دجهان سپورت ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره دفراه ولايت ټيم ته ماتې ورکړه .

 ددغو سياليو  په دوام دهرات اودکابل ښاروالۍ ټيمونه ، دسليم خيرخواه  ،  او دصوفي کلپ ټيمونه او دسرې مياشتې او دچهاردهي  ټيمونه لوبې کوي

 دغه سيالۍ دپنجشنبې  په ورځ دافغانستان دزونونو داتلانو دټيمونو په ګډون دالمپيک دملي کميټې په جمنازيوم  کې پيل شوي دي او يوه اوونۍ دوام کوي

  ددغو سياليو دترسره کولو هدف په هيواد کې دواليبال  دورزش وده اوپراختيا دافغانستان دواليبال د ډيرو ښو لوبغاړو پيژندنه او دواليبال  ملي ټيم ته دهغوى جذب دى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته