سیاست

په افغانستان کې له تروريزم سره غوڅې مبارزې اړتيا

مسکو  باختر د  وري شپږ ويشتمه :
دايران دبهرنيو چارو وزارت مرستيال ابراهيم رحيم پور په مسکو کې دافغانستان  په دريمه نړيواله غونډه کې  په افغانستان کې  له تروريزم سره  غوڅه  مبارزه  يوه سيمه ئيزه اړتيا اعلام کړه .
  دايران دبهرنيو چارو وزارت  معين  په هغې غونډه کې چې پرون دجمعې په ورځ  جوړه شوه  اعلام وکړ چې ايران  چمتو ده  دسولې دټينګښت او دافغانستان  او دسيمه ئيزو ستونزو دحل کولو په موخه او په امنيتي چارو کې  دافغانستان له دولت سره  همکاري وکړي .
  په دې غونډه کې په ايران سربيره  افغانستان، روسيې او دچين ، هند ، ترکمنستان ، قرغزستان ، پاکستان ، قزاقستان ، تاجکستان او دازبکستان  دجګپوړو مقاماتو ځانګړو استازو هم برخه اخستې وه .
   په دې غونډه کې  برخه والو هېوادونو ټينګار کړى دى چې دافغانستان بحران د پوځي حل لاره نه لري  او يوازې   دخبرو له لارې  کولى شو په سولې برلاسي شو .
  دمسکو په غونډه کې  برخه والو  دسولې دټينګښت په لاره کې  دافغانستان  ددولت او دسياسي  او ټولنيزو ځواکونو  له هڅو سره  په خپل ملاتړ ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې  له کابل سره  دهراړخيزې همکارۍ لپاره  تيارى اعلام کړ .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته