سیاست

دبهرنيوچارو وزارت د افغان مهاجرينو د ستونزو د حل په خاطرله استراليايي مقاماتو سره په اړيکو کې دى

کابل باختر د لړم  دولسمه :
  دبهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسي زي نن په يو خبري غونډه کې وويل:  دهيواد دبهرنيوچارو وزارت په استرالياکې د ميشتو افغان مهاجرينو د ستونزو  د حل په خاطر ددغه هيوادله مقاماتوسره په اړيکه کې دى.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: د استراليا حکومت په دې وروستيوکې اعلام کړى دى؛ هغه مهاجرين چې په غير قانوني توګه دغه هيواد ته راشي؛ هغوى به ونه مني او دغه راز هغو افغان مهاجرينو ته چې د استوګنې سند نه لري؛ يوولس ورځې وخت ورکړى دى چې دغه ستونزه وڅيړي . 
له دې پرته به له دغه هيواد څخه ويستل شي .
دبهرنيو چارو د وزارت ويندوى ددغه موضوع په اړوند وويل چې په استراليا کې دافغانستان سفارت ددغه هيواد له مقاماتوسره په اړيکه کې دى چې په استراليا کې دافغان مهاجرينوحقوقوته د نړيوالومسووليتونو او مکلفيتونو له مخې درناوى وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته