سیاست

دبهرنيو چارو وزارت معين داستراليا په پرت ښار کې دبالي دبهير دسوداګرۍ دټولنې په غونډه کې ګډون وکړ .

کابل باختر د وږي  څلورمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت  اداري او دمنابعو معين  ډاکتر نصير احمد انديشه  دبالي  دبهير دسوداګرۍ دټولنې په غونډه کې  چې  داستراليا او اندونيزيا  دهېوادونو په ګډې مشرۍ  داستراليا په پرت ښار کې جوړه شوې ده گډون وکړ .
دبهرنيو چارو وزارت  دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  ددغې غونډې دجوړولو موخه د انسان له قاچاقو او ترافيکو ،  له معاصر مرييتوب او په سيمه او نړۍ کې  دمهاجرانو له اجباري  کارونوسره  دمبارزې په لاره کې له يوبل سره دسوداګرۍ او حکومتونو دمشرانو  همکارى ده .
  ډاکتر انديشه  په دې غونډه کې  دوينا په ترڅ کې په افغانستان کې دانسان له قاچاقو او ترافيکو سره  دمبارزې  اهميت بيان کړ او دنړۍ له هېوادونو څخه يې وغوښتل  چې په دې کار کې دې له افغانستان سره مرسته اوهمکاري وکړي .
ده دنړيوالې ټولنې  په تيره بيا دمهاجرت  د نړيوال سازمان  دهمکاري له امله مننه  وکړه او دانسان له قاچاقو او ترافيکو سره  په مبارزې باندې يې ټينګار وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته