امنیت

د کونړ په اسمار او غازي آباد ولسواليوکې د يرغليزو او چاڼيزوعملياتو دوام

 کونړ باختر دزمري دمياشتې ١١ نيټه :
د کونړ ولایت د اسمار اوغازي آباد ولسوالیو په مربوطاتوکی د قهرسیلاب (۲) نمبر(۶) په نوم د ګډ جګړه ییزو او چاڼیزوعملیاتو په دوام ۲ تنه وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.
دقهرسیلاب دوه نمبر (۶) په نوم ګډ جګړه ییز او چاڼیزعملیات د کونړ ولایت د آسماراوغازي آباد ولسوالیو په اړوندوسیموکی د وسله والومخالفینو او ترهګریزو د له منځه وړلو او ځپلو او د پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو انتخاباتوته د زمینې د برابرولو په موخه د ملي اردو، ملي پولیسو، ځانګړې قطعې، سرحدي قواوو او د ملي امنیت د کارکوونکو په ګډون د۲۰۱ سیلاب قول اردو د دویمې پلي لوا په مشرۍ تېره شپه پیل شول چی په دوام یی په عملیاتوکی د شاملو منسوبينو د بریدونو په ترڅ کی د وسله والو طالبانو د یو تن قاضي ملامنصور په ګډون دوه تنه ټپیان شول.
د دغوعملیاتوپه بهيرکې ملکي خلکو او دفاعي امنیتی ځواکونو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.    
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته