ښوونه او روزنه

د زابل په پنځو ولسواليو کې ښوونځي نشته .

کابل – باختر د وري دمياشتې ٢٢
د زابل ولايت دپوهنې مسولين ددغه ولايت په پنځو ولسواليو کې دښوونځيو دنشتوالي له امله انديښنه څرګندوي او وايي په دغو ولسواليو کې شپيته زره تنه زده کوونکي ښوونځيو ته له ورتګ څخه پاتې شوي دي .
د زابل ولايت دپوهنې رييس رحيم الله لودين پرون په يوه خبري غونډه کې رسنيو ته وويل : دشملزو ،اتغر ، داې چوپان ، خاک افغان او نوبهار په ولسواليو کې هيڅ ښوونځى شته او څه ناڅه شپيته زره تنه ماشومان له ښوونې او روزنې څخه پاتې شوي دي .
لودين ددغو ستونزو اصلي علت ،دامنيت، معياري ښوونځيو او دمسلکي ښوونکو نشتوالى وباله.
د زابل ولايت دپوهنې د رييس د څرګندونو له مخې: دتشکيل له مخې څه ناڅه ٣٥٠ ښوونځي دپوهنې وزارت له خوا په زابل کې په پام کې نيول شوي دي چې يواځې سل ښوونځي په دغه ولايت کې فعال دي او څه ناڅه پنځوس زره تنه زده کوونکي چې اته زره يې نجونې دي په دغو ښوونځيو کې په زده کړې بوخت دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته