جلال اباد باختر دلیندۍ ۲۷ مه
د بهرنیو ځواکونو د جلاجلا هوايي بریدونو په ترڅ کې د یوه قوماندان په ګډون دیارلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه نوريې ټپیان شوي دي.
په سویل ختیځ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه وسله وال طالبان د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د پکتیا ولایت د اریوب ولسوالۍ د دور لالي په تنګي سیمه او د لوګر ولایت په مربوطاتو کې وژل شوي دي.
ویل کېږي په ترسره شویو بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال