فرهنګ

دملي راډيو تلويزيون دکميسيون غړي معرفي شول .

کابل باختر د  غبرګولي  لسمه

 داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين دملي راډيو تلويزيون دکميسيون غړي ددغي اداري  کارکوونکو ته وروپيژندل  .   دباختر اژانس دخبريال  دخبر له مخې ،  درسنيو دعالي شورا  په وړانديز او دجمهوري رياست  په منظوري  دملي راډيو تلويزيون  داداري دچارو دښه تنظيم  په مقصد داوو تنو غړو په ترکيب  دملي راډيو تلويزيون  کميسيون ددريو کلونو لپاره  جوړ شو چې  دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي  وزارت  استازي  انجنير خيرمحمد فيضي ، ديني عالم  او دستري محکمې استازي مولوي مصطفي  بارکزي  ،  خبريال  باري سلام  ،  حقوق پوه  دلاور  نذير زوي  ، دملي راډيو تلويزيون لوى رييس  زرين انځور ، هنرمنده  او فلم جوړونکي  دينا ثاقب او دمدني ټولنې  فعاله  ميرمن  پطول  مرادي  پکې شامل دي  چې  د ډاکتر رهين له خوا ددغې اداري  کارکوونکو ته وروپيژندل شول .

 په خبر کې ويل شوى دى چې درسنيو عالي شورا دلاور نذير زوي  ديو کال لپاره  دکميسيون درييس په توګه  انتخاب کړى دى  .

 دغه کميسيون دنده لري چې  دملي راډيو تلويزيون  بي طرفي  او مسلکي  حيثيت وساتي  او ددغې اداري  بودجه  وڅاري او  کال په کال  دخپل فعاليت رپوټ  درسنيو عالي شورا ته وړاندي کړي .  ا ودکورنيو او  بهرنيو مرستو  په جلبولو کې هڅه او هاند وکړي .  او داساسنامي  دحکمونو دتطبيق او دملي راډيو تلويزيون  دپاليسي  په عملي کولو کې  هڅه اوهاند وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته