فرهنګ

د ښوونې او روزنې د کيفیت ښه والی او د ځوانانو لپاره د کا ر د زمینې برابرول د ملي وحدت د حکومت له لومړيتوبونوڅخه دي

کابل – باختر  د چنګاښ د مياشتې ۲۲مه
د ښوونې او روزنې د کيفیت ښه والی او د ځوانانو لپاره د کا ر د زمینې برابرول د ملي وحدت د حکومت له لومړيتوبونوڅخه دي
دغې څرګندونې د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال انجنیر محمدخان د وردګو د فرهنګي خوځښت د مشرتابه پلاوي او غړو سره د لیدنې پرمهال وکړې.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
دوردګو د فرهنګي خوځښت مشر عبدالغیاث کامران د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال څخه غوښتنه وکړه ترڅو په میدان وردګو ولایت کې د ښوونې او رزونې پر وړاندې دشته ستونزو په له منځه وړلو کې رغنده رول ولوبوي او د پوهنې د کیفیت په ښه والي کې د اړوندو چارو مسوولینوته لازمې لارښوونې وکړې.
د کامران د معلوماتو له مخې: په دغه ولایت کې پر ولس د تپل شوې جګړې له امله د پوهنې کیفیت د پخوا په پرتله له اندازې زیات خراب شوی او که چیرې دا لړۍ همداسې روانه وي؛ کیدای شي تردې زیات خراب شي.
د ده د څرګندونو له مخې: په تیرو کلونوکې به چې کله د کانکور آزموینه اخیستل کیده؛ ترټولو زیاد به د میدان وردګو ولایت د ۱۲ ټولګیو فارغانو دولتي پوهنتونوته په ډیره لوړه کچه بریالي کیدل؛ خو په دې وروستیو کلونوکې چې ګورو، د شته نا امنیو له امله نتیجه برعکس ده.
کامران د دې ترڅنګ د دغه ولایت د لوړو زده کړو خاوندو ځوانانو لپاره د سالم مصروفیت د نشتوالي په اړه خپله اندیښنه د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال سره شریکه کړه او زیاته يې کړه چې که چیرې د ملِي وحدت حکومت دغو ځوانانوته دکار مناسبه زمینه برابره نه کړي؛ کیدای شي مخالفین له دې فرصت څخه د ځان په ګټه کار واخلي.
کامران په ځانګړې توګه د هغو ۲۰۰۰ انجنیرانو وزګارتيا ته ګوته ونیوله کوم چې د ملي حکومت له رامنځ ته کېدوڅخه وروسته وزګاره شوي دي.
د وردګو د فرهنګي خوځښت مشرتابه له انجنیر محمدخان څخه غوښتنه وکړه چې په دغه ولایت کې د پوهنتون د ځای په اړه له دوی سره مرسته وکړي ترڅو پوهنتون په هماغه ځای ( د ټوپ په دښته کې پاتي شي کوم چې پخواني جمهورحامد کرزي يې د جوړیدو حکم ورکړی و.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمدخان د وردګو دفرهنګي خوځښت د غړو له هلو ځلو څخه مننه وکړه او ترڅنګ يې وویل چې دا به ښه وي چې ځوانان په دولتي اداروکې په دندو ګومارل شي ، ځکه چې په دولتي اداروکې د ځوانانو شتون د هیواد د پرمختګ سبب ګرځي .
ده زیاته کړه چې په اوسني حالاتوکې چې هیواد له ګڼو امنیتي او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی ، په پړاويز ډول به دغه ستونزه حل کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته