کابل باختر د مرغومې شلمه :
د وسله والو طالبانو د ډلې د يوه مشهور قوماندان په ګډون ٢٢ تنه وسله وال طالبان پرون په بلخ ولايت کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياندجګړن محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل چې، په بلخ ولايت کې د وسله والو طالبانو د ډلې د يوه کليدي قوماندان په بدر مشهور مولوي عبدالبصير له يوويشتو تنو وسله والو طالبانوسره يوځاى د بلخ ولايت دچمتال ولسوالۍ د بلوڅو د نوښار په سيمه کې د هوايي بريد په ترڅ کې ووژل شول .
ده زياته کړه چې مولوي عبدالبصير په بلخ ولايت کې په ټولو ناامنيو او تروريستي بريدونوکې رول درلود.
د يوبل خبرله مخې؛ د بلخ د ولايتي شورا مرستيال سيد عبدالله مسرور وايي چې د بلخ ولايت د چاربولک ولسوالۍ په تمورک کلي کې د وسله والو طالبانو د تېرې شپې د بريد له امله د پوليسو او وګړني پاڅون نولس تنه سرتېري شهيدان ، اووه تنه ټپيان شول او درې تنه نور سرتېري طالبانو له ځان سره بيولي دي .
دى وايي چې کومکي ځواکونه سيمې ته رسيدلي او طالبان له ساحې څخه په تيښتې بريالي شوي دي .
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل