امنیت

دکورنيو چارو وزارت سرپرست دپوليسو دځواکونو په اکمالاتو باندې ټينګار وکړ .

-کابل باختر د وږي  لسمه :
دکورنيو چارو وزارت سرپرست  پرون  دويديو کنفرانس له لارې  په لويديځ زون کې دانصار  زون  او دسرحدي زون  له مشرتابه هيئت او قوماندانانو سره  خبرې وکړې .
  دکورنيو چارو وزارت سرپرست ويس احمد برمک  دشهيدانو پاک روح ته ددعا دکولو په ترڅ کې  دنيکمرغه لوى اختر له امله  ټولو ګرانو هېوادوالو او دافغانستان ملي پوليسو ته  مبارکي وويله  او  دنيکمرغه لوى اختر په بختورو ورځو کې يې  په خاصو امنيتي تدبيرونو باندې ټينګار وکړ .
  ده دزونونو  قوماندانانو ته لارښوونه وکړه  چې خپلې کړنې دې له قانون او دکورنيو چارو وزارت  له کاري پروګرام سره سم  عيارې کړي او دپوليسو دځواکونوداړتيا وړ توکي او وسايل  چمتو کړي  چې په راتلونکې کې  پوليس وکولى شي  هېوادوالو ته ښه  او په خپل وخت  خدمتونه ترسره کړي .
  په دې ويديو کنفرانس کې مل پاسوال  محمدجمعه عديل  دنيکمرغه لوى اختر په مبارکو ورځو کې  دهغو تدبيرونو په باب  چې ترلاس لاندې نيول شوي دي  دلويديځ زون دپوليسو  په استازيتوب  ډاډ ورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته