امنیت

په فارياب کې د طالبانو يو سميه ييز قوماندان ووژل شو

کابل  باختر دسلواغې دمياشتې ٢٦ :
د وسله والو طالبانو د ډلې يو سيمه ييز قوماندان له دوو تنو افرادو سره يې په فارياب ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شو.
په دې  جګړه کې چې پرون ناوخته د ميمنې ښار په يوه واټ کې ونښته؛ درې تنه نورجګړه ماران ټپيان شول.
جګړه هغه وخت ونښته چې پوځيانو په يوې ډلې وسله والو  طالبانو چې غوښتل يې د يو موټر سپرلۍ له ځان سره بوځي؛ ډزې وکړې.
په فارياب کې د پوليسو يوه قوماندان د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې د وسله والو طالبانو يوه سيمه ييز قوماندان له دوو تنو افرادو سره يې ووژل شو او درې تنه نورجګړه ماران ټپيان شول.
ده وويل چې يرغلګرو غوښتل د يوبس موټر په درولو سره سپرلۍ يې له ځان سره بوځي؛ خو امنيتي ځواکونو پرې بريد وکړ.
ويل کيږي؛ په دې جګړه کې پوځيانو او سپرليو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته