امنیت

د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو پرضد عملیاتوکې د څو کلیو پاکول

کابل باخترد ثور۳۱
په داسې حال کې چې د ډار اچوونکو پرضد عملیات د ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه دوام لري، پوځیانو د ډار اچوونکوله شتون څخه د څوکلیو د پاکولو خبر ورکړ.
دغه عملیات د سلګونو پوځیانو په شتون څه نا څه دوه میاشتې مخکې پیل شوي او د پخوا په شان دوام لري .
د هېواد په ختیځ کې د پولیسو یوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وویل چې په دغوعملیاتوکې تر اوسه پورې په لسګونو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي.
ده وویل: په دغو عملیاتوکې د ډار اچوونکو د تګ راتګ لاره له پاکستان څخه د ننګرهار ولایت ته ځینې لارې بندې کړې دي .
ویل کيږي په دغوعملیاتو کې طالبانو او داعشیانو ته د سر زیان اوښتې دى خو دقیق شمېر یې معلوم نه دی .
عملیات دغه راز دوام لري .
پاى_عطاالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته