امنیت

په مارجه کې شل ډول ډول ماينونه کشف شول.

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ١٧
دهلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې دپوليسو دعملياتو په بهير کې دوسايطو او پرسونل ضد شل ماينونه کشف او شنډ کړى شول.
دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود اشنا باختر آژانس ته وويل دغه عمليات دپوليسو دځواکونو له خوا دهلمند ولايت دمارجې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې ترسره شول چې له امله يې شل ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړى شول.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، طالبانو دغه ماينونه دترورستي او ورانکارو عملونو دترسره کولو په مقصد ځاى پرځاي کړي و چې دامنيتي ځواکونو له خوا په خپل وخت کشف او شنډ کړى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته