نړۍ

په مصر کې ځانګړى حالت اوپوځي حکومت لغوه کيږي

قاهره نړيوالې خبري منابع باختردلړم دمياشتې ٢٢:
دمصردولت لارښوونه کړې ده چې په دغه هيواد کې دې ځانګړى حالت اوپوځي حکومت لغوه شي .
دمصريوې محکمې  حکم کړى و چې هيواد عادي حالت ته  ستون شي  او دولت تصميم ونيوه چې دمحکمې له خوا له ټاکلې مودې څخه دوه  ورځې مخکې دغه کار ترسره کړي .
دفوق العاده حالت  او دپوځي حکومت فرمان  دزمري دمياشتې په ١٤نيټه  هغه وخت صادرشو چې پوليسو  دمحمدمرسي پلويان   له جومات څخه  وايستل  او دهغه په بهيرکې  په سلګونو تنه ووژل شول.
محمدمرسي دمصر دخلکو منتخب جمهوررييس  و چې دحسني مبارک  دحکومت له نسکوريدو وروسته واک ته ورسيد.
مرسي په  ٢٠١٢ ميلادي کال کې  دجمهوري رياست ودانۍ ته څيرمه دمظاهره کوونکو په وژلو کې دلاس لرلو په جرم   محاکمه  کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته