کابل باختر د ليندي لسمه :
د دايکندي ولايت د شهرستان ولسوالۍ د شينې د هلکانو د ليسې نوې ودانۍ نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
د دايکندي د والي مرستيال حبيب الله رادمنش باخترآژانس ته وويل: دغه ودانۍ د ايران د اسلامي هيواد پورې اړوند د توسعه بصير د موسسې په مالي مرستې د څه دپاسه دوه سوه پنځه ويشو زرو ډالرو په لګښت ديوجريب ځمکې په ساحه کې په يو پوړکې جوړه شوې ده .
ددغې ليسې آمر حسين احمدي وويل: ددغه ښوونځي ودانۍ چې په يو کال کې جوړه شوې ده؛ پکې لس درسي ټولګي، څلور اداري خونې او نور ضروري ملحقات شته چې په دوو وختونوکې د زرو تنو زده کوونکو ظرفيت لري .
ويل کيږي ددغه ښوونځي زده کوونکو پخوا په پرانستې فضاکې زده کړه کوله .
0 1 دقیقه لوستل