ټولنه

په پروان کې پر يوشمېر کورنيو څاروي ووېشل شول

کابل/ د کب ٢٩مه/ باختر
د پروان په څلورو ولسواليو کې پرون پر١٦٠٠ کورنيو څاروي ووېشل شول.
د پروان د والي د مطبوعاتي دفتر يوه مسوول باختر آژانس ته وويل: په دغو څارويو کې چې غواګانې او پسونه شامل دي چې په بګرام، سېدخيلو، جبل السراج او سالنګ ولسواليوکې د "کوار" موسسې له خوا پر١٦٠٠ کورنيو ووېشل شول.
د "کوار" موسسې اجراييه رييس عبدالحليم حليم وايي: دغه مرسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ پر مسحتقو کورنيو ووېشل شوه.
هغه وويل چې په پام کې ده په دوو کلونوکې په پروان کې پر هرې مستحقې کورنۍ دوه زره امريکايي ډالر د هغوى د اقتصادي حالت د ښه والي لپاره ووېشي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته