سیاست

د مشرانو جرګې ريېس فضل هادي مسلم يار دچين له سفير سره وکتل

کابل باختر د کب د مياشتې ٢٨ مه
د مشرانو جرګې ریيس فضل هادي مسلم يار نن په کابل کې د چين د خلکو جمهوريت له استوګن سفير ښاغلي ليوجين سانګ سره د خپل کار په دفتر کې د پيژندګلوۍ کتنه وکړه.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې ليوجين سانګ د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستانه اوتاریخي اړیکو اوښه ګاونډیتوب څخه د يادونې تر څنګ وويل، چې هېواد يې هیله لري ترڅو افغانستان د يو پرمختللي، باثباته او په خپلو پښو ولاړ هیواد په توګه په سیمه کې څرګند شي، د دې له امله زموږ د هیواد مشرتابه  تل هڅه کوي چې په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو لپاره ګټورې لارې وپلټي او هم د تېر په څېر به  د افغانستان د پرمختيايي پروژو دپلي کیدو، د بيا رغاونې او نوې رغاونې په لارو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
هغه همدا راز د وريښمو د لار د اهميت او د چين د خلکو جمهوريت د نوي اقتصادي تګلارې  او په اړونده هېوادونو د دې د مثبتو اغيزو په اړه څرګندونې وکړې اوهم يې دواړو هېوادونو د پارلماني اړيکو د پراخوالي او افغان محصلانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې په برخو کې د مشرانوجرګې رییس ته معلومات  وړاندې کړل.
د مشرانو جرګې رئيس  په بېلا بېلو برخو کې د دوست هېواد (چين خلق جمهوريت) له مرستو څخه د مننې په څرګندولو سره د جمهور رئيس په توګه د ښاغلي شي جينګ پينګ او د نورو لوړپوړو دولتي چارواکو دبیا ځلې ټاکنې له امله د چین هیواد خلکو ته مبارکي وویله او زياته يې کړه؛ باور لرم چې یاد هېواد به د افغانستان خلک چې د ترهګری څخه رنځ وړي، له پامه نه غورځوي او د دوی لاس نیوی به کوي ځکه تروريزم سيمه او نړۍ په جدي توګه له خطر سره مخامخ کړې ده.
فضل هادي مسلم يار د ډار اچوونکو څخه د پاکستان د پريکنده ملاتړ او د افغانستان په چاروکې دیاد هیواد دلاسوهنو څخه يادونه وکړه او ويې ويل چې دغې ګاونډي هېواد د څلويښتو کلونو راپه دې خوا د افغانستان د خلکو د وژلو او ټولګټو پروژو د ویجاړولو په برخوکې د هر ډول کړکيچ څخه کار اخيستی او اخلي يې.
د مشرانو جرګې ریيس د چين خلق جمهوريت له سفيره وغوښتل تر څو د چين دولت چارواکو ته ورسوي چې د سيمې د یو لوی اقتصادي هېواد او د يوه منځګړي په توګه له هغه نفوذه چې پر پاکستان يې لري، کار واخلي او د پاکستان حکومت قانع کړي تر څو د ترهګرو د ملاتړ څخه چې بشريت ته ستر ګواښ دی، لاس واخلي،څو افغانستان او سيمه د دې ګواښ څخه وژغورل شي.
ښاغلي ليوجين سانګ په دې برخه کې وويل چې د چين خلک او حکومت د افغان ملت دردونه درک کوي او په افغانستان او سيمه کې د سولې او ټيکاو د ټينګښت لپاره هر اړخيزې هڅې تر لاس لاندې لري.پاى _ سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته