ميمنه باخترلړم دمياشتې ١٠ نيټه :
د فارياب ولايت د پښتون کوټ ولسوالۍ د پوهنې آمر پرون د اداري فساد او له وظيفوي صلاحيتونو څخه د ناوړې استفادې په تور ونيول شو.
د فارياب ولايت د ايستناف څارنوالۍ رئيس احمد فريد غوري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د پښتون کوټ د پوهنې آمر د اداري فساد او له وظيفوي صلاحيتونو څخه د ناوړې استفادې په تور له هغه وروسته ونيول شو چې ښوونکو د خپلو معاشونو د نه رسيدو له امله شکايت وکړ.
0 د یوې دقیقې څخه لږ