امنیت

په هلمند کې په دوو جلا جلا پيښو کې دري ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل باختر د ليندى نهه ويشتمه :
په هلمند کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر نن باختراژانس ته خبر ورکړ.
اتلس تنه تروريستان چې دهلمند ولايت دګرشک  ولسوالۍ په مرکز او مربوطاتو کې په وروستيو ناامنيو کې کارنده وڼده لرله دافغان امنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول او دري ويشت تنه نوريې ټپيان شول او څلور تنه نور چې دتروريستي فعاليتونو کې يې لاس درلود ونيول شول او يوه اندازه  درنده وسله او دتروريستانو ددرندو وسلو يوه اندازه مهمات او دوه ليږدونکي واسطې  ويجاړې شوي دي .
ديوبل خبر له مخې، پنځه تنه ماين ښخوونکي  طالبان دهلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطات کې دماين ښخولو په  وخت کې ووژل شول .
دوى هغه وخت ووژل شول چې دوسايطو ضد يوماين يې دهلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په عمومي سړک کې ښخاوه چې چاودنه وشوه .
له دوى څخه څو ناچاودلي ماينونه او يو موټرسايکل  پاتې شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته