نړۍ

د کوريا په ټاپو وزمه کې دجګړې په باب دشمالي کوريا خبردارى

 پيويانگ ايرنا  باختردزمري دمياشتې  ٢٣ :
دشمالي کوريا يوه مرکز نن په يوه  وينا کې  خپل جنوبي ګاونډي ته خبردارى ورکړ چې دسيول – واشنګتن راتلوونکى  پوځي ازمايښت  کولاى شي  دواړه کوريا ګانې د جګړې درشل ته ورسوي.
دفرانسې دخبري اژانس دخبرله مخې :  دکوريا دسوله ييز اتحاد کميټې  چې په شمالي کوريا کې  يو مرکز دى  په يوه  وينا کې وليکل   که چيرې ددغه  ا زمايښت دلغوه کولو لپاره هلې ځلې نتيجه ور نه کړي  دکوريا په ټاپو وزمه کې دجګړې احتمال شته .
شمالي کوريا  دغه راز دهغو تدبيرونو يو فهرست  خپور کړ  چې  جنوبي کوريا بايد  دسيول  او پيونګ يانګ ترمنځ داړيکو دښه والي لپاره ترسره کړي.
ټاکل شوې ده  چې شمالي کوريا او امريکا ګډ ازمايښت  دراتلوونکې دوشنبه  په ورځ پيل شي .
دشمالي  کوريا مقاماتو اعلام کړى دى چې دغه   ازمايښت دې بايد له قيد اوشرط پرته لغوه شي .
شمالي کوريا پخوا په وار وار  جنوبي  کوريا ته خبردارى ورکړى و  چې له امريکا سره  خپل ازمايښت لغوه کړي او دغه  پوځي تمرينونه  دپيونګ يانګ پرخلاف  دجګړې اعلام دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته