امنیت

لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د تلي شلمه :
دهلمند ولايت په خانشين ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو دګډو عملياتو په بهير کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول .
دهلمندولايت دخانشين ولسوالۍامنيه قوماندان  عبدالروف  فيضي دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات دهلمند ولايت دخانشين ولسوالۍ  په ځينو سيمو کې دافغان ګډو ځواکونو له خوا ترسره شول چې له امله يې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول .
   فيضي زياته کړه :ددغو عملياتو په بهير کې  يوه اندازه  جنګي وسايل  هم دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
ده زياته کړه: ددغو عملياتو په بهير کې  امنيتي ځواکونه بريالي شول لس ماينونه  چې دطالبانو له خوا ددغې ولسوالۍ  په مربوطاتو کې ښخ کړى شوي و کشف او شنډ کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته