امنیت

اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
امنيتي ځواکونو پرون د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې ١٧تنه وسله وال طالبان ووژل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو د جوزجان ، ننګرهار ، ارزګان، خوست ، ميدان وردګو او د پکتيکا د ولايتونو په مربوطاتوکې يو لړ امنيتي فعاليتونو ترسره کړل چې له امله يې ١٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، يو تن ټپي او دوه تنه نوريې ونيول شول .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو د لوګر او د بلخ د ولايتونو په مربوطاتوکې ٩ ماينونه کشف او شنډکړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته