کابل باختر دسلواغې دمياشتې يولسمه
په پکتيکا ولايت کې د امنیتي ځواکونو قربانۍ وستايل شوې.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د امنیت په ټينګښت او د دولتي حاکمیت په پراختیا کې دافغان ملي امنیتي او دفاعې ځواکونو قربانۍ وستایلې.
وحدت زياتوي چې سرتېري او افسران په ډېرو سختو حالاتو کې د هېواد او هېوادوالو د امنيت په ساتنه بوخت دي.
وحدت دغه راز له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د قانون پلي کېدو ته جدي پاملرنه وکړي او په دې لاره کې چې هرڅوک له قانون څخه سرغړونه کوي په اړه یې لازم اقدام وکړئ،
0 د یوې دقیقې څخه لږ