سیاست

د جهاد او مجاهدينو د بریا ۲۴ مه کليزه د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

کابل باختر دثور اتمه
دغه غونډه د لغمان د مجاهدينو سرتاسري شورا له لوري  د ستاره لغمان په هوټل کې جوړه شوې وه، چې د لغمان پر والي سربيره د ولایت مرستيال، د ولسمشر سلاکار عبدالهادي واحدي، يو شمېر نورو چارواکو، علماوو، په سلګونو مجاهدينو، قومي مشرانو او ځوانانو په کې ګډون کړی و.
په پيل کې د ولايت مرستیال شهزاده مظلوميار د دغې ورځې په تاريخچه، کارنامو او د مجاهدينو په قربانيو او ميړانو اوږدې خبرې وکړې. ده د غويي (ثور) د اتمې نيټې بریا د افغانستان د مجاهد ولس د سپیڅلو مبارزو پایله یاده کړه چې له امله یې دشوروي اتحاد د نړېدو سره سم د افغانستان دښمنانو ماتې وخوړه.
ده وويل هغه کسان چې مجاهدينو پسې ناوړه تبلغات کوي، دوی د جهاد، مجاهدينو او د افغانستان د ولس دښمنان دي، دوی هيڅ کله نه غواړي چې مجاهدين دې يو موټی واوسي او په افغانستان کې واک ترلاسه کړي، همدا لامل دی چې د مجاهدينو دښمنان د مجاهدينو د بدنامولو لپاره غلط او ناوړه تبلغات کوي.
بيا په وار سره د عدليې رييس مولوي عبيدالله الکوزي، د ولایتي شورا غړي حاجي محمد ظاهر حسین خیل، حاجي ثناګل خان، د جمهوررييس سلاکار عبدالهادي واحدي، حاجي محمد اشرف، حاجي شامرد خان او یو شمیر نورو ګډونوالو د ثور( غويي) د اتمې نیټې د بریا او د مجاهدینو د قربانیو او اتلولیو په اړه څرګندونې وکړې، ویناوالو د خپلو خبرو پرمهال ټول هغه کسان د افغانستان د مجاهد ملت دښمنان یاد کړل چې د مجاهدینو پرضد ناوړه څرګندونې کوي او د جهاد ارزښتونو ته زیان رسوي، دوی د خپلو خبرو پرمهال له خپل دولت او امنیتي ځواکونو څخه هم ملاتړ اعلان کړ او ټول هغه کسان یې د اسلام او ولس دښمنان وبلل چې اوس مهال د نظام او ولس پرضد جګړه کوي.دغو ويناوالو په ټول ولس غږ وکړ چې د امن او سولې په تامین کې له خپل دولت سره همکاري وکړي او له  وسلوالو مخالفینو څخه يې وغوښتل چې نور له جګړې لاس واخلې او د سولې له بهیر سره یوځای شي څو افغانستان نور له جګړو څخه وژغورل شي.
دلغمان والي عبدالجبارنعیمي دغويي د اتمې نیټې بریا د مجاهدینو د قربانیو او میلیونونو شهیدانونو دارمانونو پایله یاد کړه او دغه بریا یې د افغانستان په معاصر تاریخ کې یوه له ویاړه ډکه بریا وبلله.
ده پر مجاهدینو غږ وکړ چې خپل منځي وحدت وساتي او د مقدس جهاد په شان د خپل نظام تر چتر لاندې د امن، سولې او ثبات په تامینولو کې مرسته وکړي څو افغان مجاهد ملت هغه هدفونو ته ورسیږي چې میلیونونو شهیدانو یې ارمان درلود.
ده  د لغمان ولایت د مجاهدینو د سراسري شورا څخه وغوښتل چې د دغه ولایت د امنیت په تامینولو او ټولنیزو ستونزو په هوارۍ کې اساسي همکاري وکړي او د ټولو هغو کړنو د مخنیوي لپاره کار وکړي چې د ولس او خاورې د دښمنانو له خوا ترسره کیږي.
دلغمان والي وویل :چې تیرې ټولې نیمګړتیاوې باید اصلاح شي په نوي هوډ او وحدت سره باید مجاهدین خپله خاوره او ولس وساتي او په هر سنګر کې د امنیتي ځواکونو همکار شي ترڅو په دې هېواد کې د روانو ناخوالو او بدمرغیو مخه ونیول شي.
نعيمي له مجاهدینو څخه وغوښتل چې  د هېواد د امنیت، ابادۍ او پرمختګ په لاره کې اساسي ګام پورته کړي څو د راتلوونکي تاریخ او نسلونو په وړاندې راسپارل شوی مسوولیت په ښه توګه اداء شي.
په دغو مراسمو کې د هېواد د ازادۍ او خپلواکې په اړه جوړې شوې ترانې او حماسي  شعرونه هم وړاندې شول.
د غونډې په پای کې له مرکزي حکومت او مقاماتوڅخه هیله وشوه چې لغمان ولایت ته ځانګړې پاملرنه  وکړي ځکه اوس مهال په دغه ولایت کې د ګډې همکارۍ او همغږۍ پر بنسټ د پرمختګ لپاره ښه زمینه مساعده شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته