امنیت

دجګپوړو کسانودمحافظت په رياست دځانمرګي بريد يو طراح دحقاني دشبکې له دريو تنو قوماندانانو سره په لوګر کې ووژل شو

کابل باختر دوږي شلمه :
دجګپوړو کسانو دمحافظت   په رياست دځانمرګي بريد يو طراح دحقاني شبکې له دريو تنو قوماندانانو سره تيره شپه په لوګر ولايت کې ووژل شو
دلوګر دوالي  وياند سليم صالح  باختراژانس  ته وويل چې دملي  پوليسو دخاصو قطعاتو ځواکونو دلوګر ولايت په مرکز پورې اړوند انعام کلي کې په  ځانګړو عملياتو کې په کابل ښار کې دجګپوړوکسانو په رياست دتروريستي بريد يو طراح  په خالد مشهور او درياخان دحقاني د تروريستي شبکې له دريو تنو کليدي قوماندانانو سره په لوګر ولايت کې  دغې ډلې ته دچاوديدونکو توکو اکمالوونکي په عمري مشهور دعبدالرحمن ،قاري ارشاد اوملا هيبت الله   په نومونو وژل شوي دي .
ده زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ددښمن يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه شوي دي
ديادونې وړ ده چې دجګپوړو کسانو دمحافظت  په رياست دډار اچوونکو په بريد کې په لسګونو تنه  ووژل شول او څه ناڅه سل تنه نور ټپيان شول .
  ختم- عطاالله _ اکرم                              

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته