کابل باختردکب دمياشتې ١٥ :
د لوړو زده کړ وزارت خبرتيا
خبرورکول کيږي چې د (يومف سويس) پوهنتون په نامه يو مرکز دکابل ښار د دارلامان سړک په تګلورې د شورا په تم ځاى کې په غير قانوني ډول فعاليت کوي او د لوړو زده کړو له وزارت سره د فعاليت هيڅ راز جواز نه لري .
دغه مرکز په غيرقانوني او عوام غولوونکي ډول د نويو محصلانو د جذب په لاره کې اعلانونه هم خپاره کړې دي. له دې امله هغو کسانو ته چې د (يومف سويس) په نامه تحصيلي مرکز کې دشموليت هيله لري؛ خبر ورکول کيږي چې په دغه مرکز کې له شموليت څخه ډډه وکړي.
له دې پرته راتلوونکي مسووليت به يې د دوى په غاړه وي او دغه راز ټينګار کيږي؛ د لوړو زده کړو د هغو خصوصي موسسو اومرکزونو لست چې د لوړو زده کړو له وزارت څخه يې د فعاليت جواز ترلاسه کړى دى؛ ددغه وزارت په ويب پاڼه کې شته .
3 1 دقیقه لوستل