کابل باختر دزمري ١١:
دهرات دپوليسو له خوا په لسګونو ميله ډول ډول وسلې د داياک پروګرام ته وسپارل شوې .
دغه وسلې او مهمات چې دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ له تروريزم سره دمبارزې دمنسوبينو له خوا دجلا جلا عملياتوپه بهير کې له تروريستانو او غير مسوولو کسانو څخه راټول شوي و پرون دهرات دوالي محمد اصف رحيمي له خوا د داياک پروګرام ته وسپارل شو .
دهرات ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد ايوب انصاري وويل څليرويشت کلاشينکوفونه ، دوه پيکا ماشينګنې ، يو څلويښت ډزې ټوپک ، يو توغندى ويشتونکي ، څلور ټوپکونه او يو ديرش تومانچې د داياک پروګرام ته وسپارل شوې .
په همدې حال کې دهرات والي دملي پوليسو برياليتوبونه وستايل او دهغو کسانو په مجازاتو يې چې دپوليسو له خوا دغيرقانوني وسلو دليږدونې ، ترور او له وسله والو مخالفينوسره دهمکارۍ په تور نيول شوي دي ټينګار وکړ .
0 1 دقیقه لوستل