کابل باختر د سلواغې اته ويشتمه :
په قندهار ښارکې د استاد عبدالعزيز د جامع جومات د بنسټ ډبره کيښودل شوه .
دغه جومات د قندهار ولايت د مقام د بودجې او د دغه ولايت د والي په شخصي لګښت جوړيږي .
د دغه جومات ځمکه د قندهار ښاروالۍ له خوا د دغه ولايت د حج او اوقافو رياست په واک کې ورکړى شوې ده .
د قندهار والي ډاکتر همايون عزيزي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جومات د دوه جريبه ځمکې په ساحه کې د ٢٢٥ متره مربع په مساحت په شپږومياشتوکې جوړ او ګټې اخستنې ته وړاندې کيږي .
ديادونې وړ ده چې دغه جومات به په يووخت کې د ٣٠٠ لمونځ کوونکوظرفيت ولري .
1 د یوې دقیقې څخه لږ