روغتیا

کرونا ١٦ نور کسان ووژل

٤٩- کابل/ د مرغومي ٢مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت په هېواد کې د کرونا ويروس د ٢٠١ نويو مثبتو پېښو او د کرونا له امله د١٦ کسانو د مړينې خبر ورکوي.
د باختراژانس خبريال دخبرله مخې: په افغانستان کې د کرونا ويروس د٢٠١ نويو پېښو په ثبتولو سره په هېواد کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥١٠٨٩ تنو ته رسېدلى دى.
دغه راز په تېرو٢٤ ساعتو کې د ١٦کسانوپه مړينې سره په هېواد کې د کرونا ويروس د قربانيانو شمېر ٢١٠٥ تنو ته رسېدلى دى او د روغو شويو کسانو شمېر ٣٩٧٨٤ تنو ته رسيدلى دى .
د عامې روغتيا وزارت مسوولين له خلکو غواړي چې وقايوي تدبيرونه رعايت کړي چې د دغې ناروغې د زياتې خپرېدو مخه ونيول شي.
دهوا په سړېدو سره دېدې ويره شته چې په دغه ويروس د اخته کسانو شمېر زيات شي.
د يوبل خبرله مخې؛ د عامې روغتيا وزير ډاکتر احمدجواد عثماني په هغې غونډه کې چې د ويډيو کنفرانس له لارې ترسره شوه د ولايتونو دعامې روغتيا له رييسانو، د دولتي او خصوصي روغتونونو له مرکزي رييسانو، د روغتيايي خدمتونو د تطبيقوونکو موسسو له استازو او له روغتيايي شريکانو سره په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي او د کرونا ويروس له خپرېدو سره د مبارزې په خاطر خبرې وکړې او د هغوى کارونه يې وارزول .
دعامې روغتيا وزير په خصوصي لابراتوارونو کې د کرونا ويروس د ازمايښت د فيس د اخيستلو ، د روغتونونو د ارزونې په خاطر د طبي شورا د چک لست د څېړنې او د عدلي او قضايي ارګانونو ته د خصوصي لابراتوارونو د هغو مسوولينو د معرفي کولو په اړه چې سرغړونه يې کړې ده دغونډې له برخه والو سره خبرې وکړې.
پاى \ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته