کابل/ د تلې٢مه/ باختر
د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو يوه زېرمه په ننګرهارکې کشف شوه.
دغه زېرمه په اچين ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په پټنځي کې ساتل کېده.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې له زېرمې څخه ماينونه، بمونه، ځانمرګي واسکټونه، توغندي ويشتونکي او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي: وسله والو طالبانو غوښتل له دغو جنګي وسايلو څخه په خپلو بريدونو په تېره بيا د انتخاباتو په ورځ کې استفاده وکړي.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ