امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

-کابل باختر دکب نولسمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان د روزګان ولايت د دهراوود ولسوالۍ په مربوطاتوکې ووژل شول .
دغه وسله وال طالبان په تيروڅلورويشتوساعتوکې د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د ٥١ اتل محاربوي عملياتو په دوام د دهراوود ولسوالۍ د سوزنک، کاريز هندوګګ او د لوى کاريز په کليوکې ووژل شول.
  د ٢٠٥ اتل قول اردو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ چې د دغو عملياتو په بهيرکې اووه تنه وسله وال طالبان هم ټپيان شوي او د دښمن يوه اندازه وسله،جنګي وسايل او يوه ليږدونکې واسطه هم ويجاړ شوې ده.
  ديوبل خبرله مخې:
د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د غبار -٧ په نامه د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په عملياتوکې درې تنه وسله وال طالبان ټپيان شول او دغه راز د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته